ننګرهار کې اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته شوه
د (IRC) موسسيې له لورې دننګرهار ولايت دمهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(١٣) اړمنو بېځایه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې دننګرهار دمهاجرینو ریاست دمرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ په مرکز جلال اباد او ولسوالۍ کې سروې او دمرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې دمرغومي په (١٢)مه هرې کورنۍ ته (٢٦٠٠٠) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
ددغه مرستو دوېش پرمهال دننګرهار دمهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون وويل، موږ دمرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو چې دمرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اودمرستولپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو