بغلان کې بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې دبغلان ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکوچارو ریاست په همکارۍ( ۱۸۹) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
دیادو کورنیو له ډلې دلیندۍ په (٢٢)مه ( ۱۰۰) کورنیو هرې کورنۍ ته،چې کورنه یې ویجاړ شوي و(۵۰۰) امریکايي ډالره، (۱۹) کورنیو ته دژمنیو مرستو په موخه (۲۶۵) ډالره او ( ۱۷۰) کورنیوهرې کورنۍ ته دکور دکرایه په خاطر( ۲۰۰) امریکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.