ننګرهار کې (٧٣) داخلي بېځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr
........
 
د ( SCA ) موسسي له لورې د لیندۍ په (٤) مه دننګرهار ولايت دمهاجرينو اوراستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ (٧٣) داخلي بېځايه شوو کورنيو سره دخوراکي اوغېر خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادوکورنيو هرې کورنۍ ته دننګرهار ولایت په ممندرې ولسوالۍکې (٥٠)کيلو اوړه، (٧) کيلودال،( ٧) کيلو لوبيا، (٥) ليتره غوړي، (٧) کيلو بوره، (٢) کيلوچای يودانه کمپله، یوه روغتيايي کڅوړه او دپخلنځي وسایل ووېشل شول.
دننګرهار دمهاجرينو ریاست مسؤلينو په وینا چي پدي هڅو کې څو پخوانيو بېځايه شوو کورنيو سره بېلابېلې مرستې ترسره او د تازه راستنېدونکو کډوالو کورنيو لپاره پلان برابر شوی چې انشاالله دغه سروې به د جلال اباد ښار په شمول د ننګرهار ولايت ټولو ولسواليو ته وغځول شي تر څو د سروې د مشترکو ټيمونو لخوا مستحقې کورنۍ په نښه او ورسره لازمې مرستې تر سره شي.