ننګرهارکې (١٠٠) داخلي بېځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
......

د (CAID او OCHR)موسسې له لورې دننګرهار ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ (١٠٠) داخلي بېځايه شوو کورنیو سره د خوراکي او روغتيايي موادو مرستې وشوې. یادې کورنۍ چې څه موده وړاندې دمرستندويه بنسټونو له لورې سروې او مرستو لپاره مستحقې ګڼل شوې وې دلیندۍ په (٤) مه هرې کورنۍ ته (٥٠) کیلو اوړه،(١٤) کیلو دالنخود،(٥) لېتره غوړي(٢٤،٥) کیلو وریجې،(٦) کیلو بوره ،يوه کیلو مالګه او یوه یوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه. دننګرهار ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست دمسؤلينو په وینا راستنيدونکو کډوالو کورنيو لپاره پلان برابر شوی، چی ان شاالله دغه سروې به د جلال اباد ښار په شمول د ننګرهار ولايت ټولو ولسواليو ته وغځول شي تر څو د سروې د مشترکو ټيمونو لخوا مستحقې کورنۍ په نښه او ورسره لازمی مرستي تر سره شي.