د پروان ولايت داخلي مهاجر شويو کورنیو لپاره د خوراکي توکو مرسته ور واستول شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۳ - ۲۱:۵۳
_____________

د پروان ولايت مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رياست ته د (500) اړمنو کورنيو لپاره د خوراکي توکو مرسته ور واستول شوه.

د دغې مرستو د سپارلو په مراسمو کې د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت د داخلي مهاجرینو د دايمي حل رئيس مولوي شمال خان عثماني، د تدارکاتو آمر محمدقسیم کړوخیل، او د دې ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رئيس ميا صاحب محمد ابراهيم هم ګډون درلود.

په دغه مرستو کې، وړه، غوړي، وريجې، صابون او جاکټونه شامل دي، چې دغه ولايت ته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا ليږل شوي پلاوي په وینا، يادې مرستې به د رڼې او شفافې سروې وروسته په دې ولایت کې په داخلي مهاجر شویو کورنیو و ويشل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته