ارزګان کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې
د NRC موسسې له لورې د ارزګان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د زمري په ۴مه هرې کورنۍ ته په دوو کټګوريوکې نغدي مرستې ووېشل شوې چې په لومړۍ کټګورۍ کې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ او په دوهمې کټګورۍ کې هرې کورنۍ ته ۳۴ زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.