ننګرهارکې بېځایه شوو کورنیو سره بشري مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
-----

دخوراک نړیوال سازمان له لورې دننګرهارولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٣٠بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي موادو مرستې وشوې.

 

یادې کورنۍ چې دناامنیوله امله دکونړ ولایت او دننګرهار ولایت دغازي اباد ولسوالۍ څخه ددې ولایت مرکزته راکډه شوې وې دچنګاښ په ٢٢مه 20کورنیو هرې کورنۍ ته ٤بوجۍ اوړه،١٤کیلو غوړي،یوه کیلو مالګه، او ١٤کیلو دالنخود مرسته ووېشل شوه.

همدارنګه دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې ١٠راستنېدونکوته داقتصادي ژوند دښه والي په موخه یو یو زرنج د ننګرهار دوالي او دیادې ادارې داستازو په شتون کې ووېشل شو.