بغلان کې ٢٦بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
دملګروملتونو دکډوالو ادارې او او ار ډی موسسې له لورې بغلان ولایت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ٢٦ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دبېلابېلو سیمو څخه ددې ولایت مرکزته راکډه شوې وې دچنګاښ په ١٥مه هرې کورنۍ ته په دریو کټګوریو کې نغدي مرستې وشوې،چې ١٢کورنیو هرې کورنۍ ته ١٢٠٠٠ افغانۍ،١٠کورنیو ته ١٠٠٠٠ افغانۍ او٢کورنیو هرې کورنۍ ته ٨٠٠٠ افغانۍ نغدې ووېشل شول.