ننګرهارکې له سلو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
----

د ډاکار موسسې او خوراک نړیوال سازمان له لورې دننګرهار ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ١٣٠بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي او غیرخوراکي موادو مرستې وشوې.

یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دپچیر اګام ولسوالۍ څخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په ٣٠مه هرې کورنۍ ته د دوو میاشتو لپاره خوراکي مواد او روغتیايي کڅوړې ووېشل شوې.