دایکندي کې لسګونو بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي موادو مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
----

دطبیعي پېښو پر وړاندې دمبارزې ادارې له لورې د دایکندي ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٧٠بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي موادو مرستې وشوې .

 یادې کورنۍچې دجګړو له امله دیوشیمر ناامنو سیموڅخه ددې ولایت امن سیمو ته راکډه شوې وې دغبرګولي په ٣٠مه له یوې سروې وروسته هرې کورنۍ ته یوه بوجۍوریجې،یوه بوجۍ غنم،یوه٥لېترۍ بوشکه غوړي،درې نیمې کیلو لوبیا او درې نیمې کیلو دالنخود مرسته ووېشل شوه.