د پناه غوښتونکو مرستيال د المان کورنيو چارو وزير سره خبرې وکړې

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۱:۳
_________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د المان د کورنيو چارو وزارت وزير پيتروايدربايدن سره په انلاين ډول خبرې وکړې.

دواړو لوريو د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو په دوه اړخيز اعلامې، د راستنېدو په پروسه کې د افغانستان له حکومت سره د همکاريو په زياتوالي او د اروپايي ټولنې هېوادونه په ځانګړې توګه جرمني څخه د افغان راستنېدونکو بيا يوځای کېدو لپاره د راتلونکي ملاتړ پروژې په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي کاکړ ټينګار وکړ چې اړتيا ده د جرمني دولت دهغو کډوالو په اړه پوره معلومات چمتوکړي، چې افغانستان ته راستنېږي، که دوی يې تصويب يارد کړي. ښاغلي بايد ژمنه وکړه چې د افغانستان له حکومت سره په له نږدې کارکوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

له څلورو موسسو سره د شاوخوا ۲۰میلونو افغانیو او لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کوار، د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټه، بشري خیریه او د کلیو بیا رغونې پرمختیايي برنامې موسسو سره د ۱۹ میلیونو ۹۴۳ زره ۹۳۸ افغانیو او ۶۰. . .

بېرته خبرونه ته