نيمروز کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې د نيمروز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړوله امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۱۸مه هرې کورنۍ سره په دوو کټګوريوکې نغدي مرستې وشوې چې لومړۍ کټګورۍ کې ۹۰۰۰ افغانۍ او په دوهمه کې ۲۱۴۰۰ افغانۍ نغدې ووېشل شوې.