کډوالو وزير د لغمان والي سره ليدنه وکړه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۴:۴۳
_____________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نورالرحمن اخلاقي د لغمان والي رحمت الله يارمل  سره  د وري په ۱۷مه په کډوالو وزارت کې وليدل او په دغه ولايت کې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو او مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه په لغمان ولايت کې د ځمکې ګټې اخيستونکو پېژندلو لپاره د کنسر سيوم پرانيستل هم يوه مهمه موضوع وه چې په ناسته کې پرې خبرې وشوې.

ښاغلي اخلاقي په داسې حال کې چې په کابل کې د ځمکو ګټه اخيستونکو پېژندلو لپاره د کنسرسيوم د پرانيستلو يادونه وکړه او په کابل او هرات کې  راستنېدونکو مستحقينو ته د ځمکو وېشل د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمان پلي کېدلو له مخې  مهم وباله.

په دغه ناسته کې د لغمان ولايت دولايتي شورا استازي محمد رفيع مموزي هم شتون درلود. د لغمان والي رحمت الله يارمل د ځمکې مستحقينو پېژندلو لپاره دکنسر سيوم پرانيستلو کې دکډوالو وزارت د اقدام هر کلی وکړ او په دې برخه کې يې خپله هر اړخيزه همکاري اعلان کړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته