فارياب کې دحرفوي زده کړو فارغانو ته کاري وسايل ورکړل شول
د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست د تلې په ۱۶مه دحرفوي زده کړو له مرکز څخه ۱۳تنو فارغانوته کاري وسايل او ستاينلکونه ورکړل شول.
ذکر شوي خلک د ايران څخه ډيپورت شوي و او ددغې ادارې په همغږۍ د موسسو سره پېژندل شوي و او ۶ مياشتو په موده کې ورته د خياطۍ، نجارۍ، قرقي، فلزکارۍ، موټرو او بايسکلونو جوړولو په برخه کې ورته د افغانستان پراختيا موسسې له لورې ورته د کار او ټولنزو چارو رياست په همکارۍ روزنه ورکړل شوې وه ورته ستاينليکونه او کاري وسايل ورکړل شول.