د کاپيسا ولايت اوسېدونکي د سېلابونو له امله زيانمن شوي

anwari_morr

په وروستيو کې د زياتو ورختونو او سېلابونو له امله د وږي په ۵مه په مرکز او  نجراب، کوهبندها ولسواليوکې دکاپيسا ولايت اوسېدونکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د کاپيسا ولايت د کډوالو چارو رئيس د راپور پر اساس لومړنۍ سروې چې په کوهبندها ولسوالۍ کې شوې ۲۰ تنه شهېدان او ۱۹ تنه  ټپيان شوي او همدارنګه ۵۰ کورونه په بشپړ ډول او ۱۰۰ کورونه يوڅه ويجاړ شوي دي.

د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې له لورې په دغه ولايت کې بېړنۍ مرستې شوي چې هر شهيد ته ۵۰۰۰۰  افغانۍ او زخمي ته ۲۵۰۰۰ افغانۍ مرستې شوي.

د يادو کورنيو پېژندنه او تثبيت دوام لري  او د سروې وروسته به راپور ورکړل شي.

#میهن_من_عزت_من

#زما_هیواد_زما_ویاړ