په پنجشېر کې د پوهاوي برنامې پلي کولو په اړه ناسته وشوه

anwari_morr


د پنجشېر ولايت دکډوالو چارو آمريت د وږي په ۲مه په دغه ولايت کې د پوهاوي برنامې پلي کولو په اړه ناسته وکړه.

دغه ناسته د پنجشېر ولايت د مرستيال والي په مشرۍ دکډوالو چارو وزارت د پلاوي او د سکتوري او تخنيکي خدماتو رئيس په ګډون جوړه شوې وه، چې پکې د پېژندپاڼې، پوهنې، لوړو زده کړو او سپورتي بانو په اړه خبرې وشوې.

د پنجشېر ولايت مرستيال والي او سرپرست د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د رهبرۍ پلاوي څخه مننه وکړه او پلاوي ته يې ښه راغلاست وويل او د ذکر شوو برنامو په پلي کولو يې ټينګار وکړ.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې يادې برنامې به د اړونده ولايتي ادارو سرذه په بشپړې همغږۍ پلي کړي.

#میهن_من_عزت_من

#زما_هیواد_زما_ویاړ