دپناه غوښتونکو مرستيالې د افغان کډوالو ستونزې په کابل کې د ايران د سفير مرستيال سره شريکې کړې

anwari_morr
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۶ - ۱۵:۴۲
۱۲۳

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې  په کابل کې د ايران د سفير مرستيال شهريار اموزګار سره ليدنه وکړه او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو پروضعيت يې خبرې وکړې.

دې ناسته کې چې د زمري دمياشتې په ۲۵مه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه دکډوالو چارو وزارت مرستيالې  په ايران کې دکرونا دوهمې څپې پيل او له دې څخه د افغان کډوالوويره، د افغان کډوالو په زور سره ويستل، په ځينو کډوال ميشتو ځايونوکې د قرنتينونو غزېدل، دافغان کډوالو په کسب او کار د محدويتونو لګول، د اوسيدو دکارتونو په نوي کولو، پاسپورتونو او د ۴۵۰ زره کورنيو پاسپورتونو ويزې او په ايران کې د ميشتو افغانانو د هويت د تثبيت پروسه له هغه سره شريکه کړه.

دپناه غوښتونکو مرستيالې په ايران هېواد غږ وکړ، چې د کرونا وضعيت او په هېواد کې د ناامنيو له امله په ايران کې د افغان کډوالو د وضعيت په ښه ولي کې همکاري وکړي.

په کابل کې د ايران د سفير مرستيال ژمنه وکړه چې ټولې ستونزې او اندېښنې به د ايران  حکومت سره شريکې کړي.

په پای کې د کډوالو  د پېژندنې مرکزونو په اړه، ايراني لوري يادونه وکړه چې د نورو ځايونو سربېره په مشهد کې د افغان کډوالو د ثبت او پېژندنې لپاره يو لوی او مناسب ځای د افغانستان  داحصايې او اطلاعاتو دفتر ته چمتوشوی. هغه يادونه وکړه چې د پېژندنې ټيم ويزه صادرشوې او داټيم کولای شي خپل کار پيل کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

بېرته خبرونه ته