خوست کې بېځايه شوو کورنيوسره دمرستو دوېش لړۍ پيل شوه
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې د خوست ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ د چنګاښ د ۳۱مې نېټې نه ۴۶۵۶ کورنيوسره د مرستو دوېش لړۍ پيل شوه.
يادې کورنۍ چې دشمالي وزيرستان بېځايه شوي چې دخپلو اصلي سيموڅخه ددې ولايت ګيلان او ګربز ولسواليوته رابېځايه شوې وې هرې کورنۍ ته دصابونونو او دعفوني ضد مايع مرسته ووېشل شوه.