کاپيساکې ۱۷۰۰ کورنيوسره د کرونا ضد روغتيايي موادو مرسته وشوه

anwari_morr
کاپيساکې ۱۷۰۰ کورنيوسره د کرونا ضد روغتيايي موادو مرسته وشوه

 

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR او WSTA موسسې له لورې د کاپيسا ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۷۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره د کرونا ضد روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې څه موده وړاندې د کاپيسا ولايت دکډوالو چارو رياست او کليو پراختيا رياست له لورې سرې او په نښه شوې وې د چنګاښ په ۳۰مه هرې کورنۍ ته ۱۲ صابونونه او ۳ بوتله يوکيلويي دعفوني ضد مايع مرسته ووېشل شوه.