کونړ کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP موسسې له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۴ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې دچنګاښ په ۹مه هرې کورنۍ ته ۴بوجۍ اوړه، ۴ قطۍ غوړي، مالګه،بيسکويټ او دالو مرسته ووېشل شوه.