کونړ کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې شوي

anwari_morr
کونړ کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې شوي

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۴۵ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې شوي دي.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د نورګل ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د کب په ۲۲مه هرې کورنۍ ته ۲بوجۍ اوړه، ۷ کيلو غوړي، ۷ کيلو دالنخود او نيمه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.