يوشمېر راستنېدونکو او بېځايه شوو خپلې ستونزو کډوالو چارو وزير سره شريکې کړې

anwari_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۱۴:۵۳
جمعی از برگشت کنندگان و بیجاشده های ساکن در شهر کابل مشکلات شان را با وزیر امور مهاجرین در میان گذاشت

دکابل ښار د ديارلسمې ناحيې دچهل دخترانو سيمې يو شمېر راستنېدونکو او بېځايه شوو دکب په ۴مه دکډوالو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي سره  ليدنه وکړه او خپلې ستونزې يې ورسره شريکې کړي.

دوی وويل،چې  دماشومانو دښونځيود د ودانۍ نه شتون، کتابونو،ميزونو او چوکيو په برخه کې دځايي خلکو له خوا بشري مرستې  شوي او ځمکه يې ورته ځانګړې کړې،مګر د ودانۍ دجوړېدو لپاره دکډوالو چارو وزارت همکاريوته اړتيا لري.

دکډوالو او ارستنېدونکو چارو وزير دغو ليدونکو سره ژمنه وکړه،چې ذکر شوې ساحه د ملګروملتونو دکډوالو ادارې UNHCR په لومړيتوبونوکې ځای لري، کډوالو چارو وزارت هڅه کوي،چې په ۲۰۲۰ کال کې يې د يادې ادارې په همکارۍ يو ښوونځي د کابل ښا د ديارلسمې حوزې په چهل دختران سيمه کې جوړ کړي.

د ويلوده،چې دکډوالو چارو وزارت د پرلپسې هڅو په پايله کې  نړيوالو همکارنو پاملرنه دبشري پروګرامونوڅخه پراختيايي برنامو ته راجلب کړې چې په پايله کې يې  په هرات، لغمان او خوست ولايت کې درې ښوونځي دنړيوالو بنسټونو په همکارۍ راستنېدونکواو بېځايه شوو ته جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اقتصاد له وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف سره وکتل

په دې ناسته کې، چې په قطر کې د افغانستان سفیر ښاغلي سهیل شاهین هم حضور درلود، افغان راستنو شویو ته د مرستو رسولو او د مرستو جلب په اړه خبرې وشوې.
د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

بېرته خبرونه ته