کندهارکې ۲۰۰۰ کورنيوسره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۰۰۰ بېوزلو،راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ،چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۲مه د کندهار ولايت دټولنيزوچار د سلاکا د مرستيال په شتون کې هرې کورنۍ ته ۳بوجې اوړه، ۱۴کيلو غوړي، ۱۴کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.
د ويلو ده چې ۴۰۰ کورنۍ له دغو مرستو څخه برخمنې شوي او پاتې نورو کورنيوته به په راتلونکو ورځوکې مرستې ووېشل شي.