پکتيکا کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د پکتيکا ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۶۶ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د يو شمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سولاغلې په ۲مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ امريکايي ډالره نغدې ورکړل شوې.
د ويلو ده چې له دې وړاندې ۴۰۰ کورنۍ نورې هم ددې ادارې د مرستو څخه برخمنې شوې وې.