دکډوالو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۹:۵۱
روز جهانی مهاجر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او په افغانستان کې د کډوالۍ نړيوال سازمان د کډوالو نړيواله ورځ  د ليندۍ په ۲۷مه د دولتي چارواکو او ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو استازو په شتون کې د دولت د رسنيو په مرکز کې ونمانځله.

د ولسمشر محمد اشرف غني هغه پېغام،چې په دغه غونډه کې ولوستل شو له ملګرو ملتونو او ټولو هغو هېوادونو او دولتي  ادارو يووځل بيا مننه وکړم چې له مهاجرو سره مرستې کوي او د دوی د ستونزو په کمولو کې برخه اخلي. د ولسمشر په پېغام کې راغلي و،د مهاجرينوموضوع ته بايد ديوې سکتوري مسالې نه بلکې ملي ستونزې په حيث وګورو او بېلابېلې ادارې او دټولنو بېلابېل اقشار بياد دخپلو امکاناتو په تناسب دمهاجرينو او بېځايه شوو کورنيو دستونزو په اوارولو کې برخه واخلي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وويل، په داسې حال کې چې د داوطلبانه راستنېدو هڅول د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي، په تېرو اتلسو کلونوکې د راستنېدونکو شمېر ۱۰ ميليونه او ۱۶۳ زرو ته رسېده. هغه همدارنګه په تېرو پنځوکلونوکې د راستنېدونکو شمېر ۴ ميليونه ياد کړ ويې ويل اوس هم  ۶،۵ ميليونه کډوالو له هېواده بهر ژوند کوي،چې ډېری يې په ايران او پاکستان کې اوسيږي.

عالمي بلخي دکډوالو پراخه پالېسۍ د نهايي کولو، د سولې وروسته د پلان تصويب، په هېواد کې د سولې روانو خبروته پاملرنه او د افغانستان د پناغوښتنې د قانوني کېدو طی مراحلو نهايي کېدل يې د کډوالو وزارت د ۲۰۲۰ کال دمهمو کاري برناموڅخه يادکړل.

کډوالو وزير دنړيوالو مرستندويه ادارو او دملي او نړيوالو انجوګانوڅخه د راستنېدونکو او بېځايه شوو سره دمرستو له امله مننه وکړه او له هغوی يې وغوښتل چې دکار دښه والي په موخه دافغان چارواکو په ځانګړي توګه د کډوالو وزارت ته په خپلو کارونوکې لومړيتوب ورکړي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړيوال سازمان (iom) مرستيالې سارا ګرکس  د کډوالو په برخه کې کډوالو چارو وزارت او افغان حکومت سره ددغه سازمان د دوامدارو همکاريو او ملاتړ اعلان وکړ هيله يې چې د افغان کډوالو کوربه هېوادونه په ځانګړي توګه ايران او پاکستان څخه دافغان کډوالو راستنېدل ومني ترڅو هېواد دايمي سولې ته ورسېږي.

دکډوالۍ نړيوال سازمان د شمېرو له مخې اوسمهال په ټوله نړۍ کې د کډوالو شمېر ۲۷۲ ميلونوته رسېږي،چې په سلوکې د نړۍ ۳،۵ميليونه تشکيلوي. همدارنګه د افغانستان د مدني ټولنو استازو هم وويل چې د کډوالو وزارت سره په بشپړ ډول همکاري کوي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې مرستيال محمد علم ايزديار د بېځايه شوو او راستنېدونکو وضعيت ته د رسېدو له امله د  کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دهڅو ستاينه وکړه ويې ويل، کډوالو وزارت د پنځو کلونو په موده کې وزارت په کافي اندازه بوديجه نه لرله، موږ هيله لرو چې دنوي حکومت په جوړېدو سره بېځايه شوو او راستنېدونکوته ډېره بوديجه په نظر کې ونيول شي.

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۰:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم او شیخ محمد فقیر محمدي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د کابل جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم او شیخ محمد فقیر محمدي سره وکتل.
په پیل کې محترم شیخ محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

بېرته خبرونه ته