ميدان وردګو کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې کېږي

sadam_morr

د DRC موسسې له لورې د ميدان وردګو ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ د بېځايه شوو سروې او څارنه پيل شوه.

دغه سروې د اړمنو او مستحقو کورنيو د پېژندلو په موخه د ليندۍ په ۱۴مه د والي په شتون کې ترسره شوه،چې په نږدې راتلونکې کې به ورسره بشري مرستې ترسره شي.