په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل
ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره ښار کې د افغان کډوالو استازو له یاد پلاوي سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت سفیر ښاغلي شیخ صنیع الله فرهمند هم پکې ګډون کړی و، ښاغلي بنوري د کډوالو له استازو سره د خپل سفر موخې شریکې کړې او ویې ویل: دغه پلاوی د اسلامي امارت رهبرۍ د لارښوونې او له ترکیې د ترلاسه شوي راپور پر بنسټ د کډوالو په برخه کې ګومارل شوی، تر څو د هغوی شکایتونه له نیږدې واوري او د حل په موخه یې د یاد هېواد له اړوندو ادارو سره شریک کړي او هغه ستونزې، چې له افغانستانه حل کېدای شي، اړوندو ادارو ته را ورسوو.
وروسته د افغان کډوالو پر استازولۍ درېیو تنو د هغوی ستونزې بیان کړې، چې د اوسېدنې کارټ د تمدید لوړ فیس، ناروغو کډوالو ته د ویزې نه صادرول، په مېشتغالو کې شته ستونزې، د اوسېدنې کارټ د نشتون له امله د کډوالو بندي کېدل، د مدني سندونو اخیستلو ستونزې، روغتیايي او په هوايي شرکتونو کې د تګ راتګ ټيکټ بیې لوړوالی پکې شامل وو. هغوی د دغو ستونزو حل په موخه په یاد هېواد کې د اتشې دفتر د فعالولو غوښتنه وکړه.
وروسته ښاغلي فرهمند ځینو ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل: موږ هڅه کوو، چې له خپل توان سره سم دغه ستونزې حل کړو.
ورپسې ښاغلي بنوري د کډوالو له استازو سره ژمنه وکړه، چې ټولې ستونزې به د حل په موخه د دواړو هېوادونو تر اړوندو مقاماتو ورسوي.
په پای کې د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د قونسلي چارو ریاست مرستیال ښاغلي مولوي محمد صابر عمر خبرې وکړې او د مدني سندونو اخیستلو په برخه کې یې د ستونزو حل ډاډ وړاندې کړ.
