د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۱:۵۵
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکیې ته د سفر په لړ کې تېره ورځ د افغانستان اسلامي امارت له سفیر ښاغلي شیخ صنیع الله فرهمند سره وکتل.
ښاغلي بنوري په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه، په مېشتغالو کې د افغان کډوالو د ساتنې له مرکزونو لیدنه او د هغوی ستونزو ته رسېدنه، همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کډوالو اړوند ګډو همکاریو سند شریکول د سفر اصلي موخې وبللې.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت له سفیر او ډیپلوماتانو وغوښتل، چې د یاد پلاوي د سفر په موخو ترلاسه کولو کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي فرهمند او د سفارت مسوولینو دغه پلاوي ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د ترکیې اړوندو ادارو له مسوولینو سره د همغږۍ او خبرو اترو زمینې برابرولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل.
په پیل کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شمالي ولایتونو د وضعیت په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

بېرته خبرونه ته