د مهاجرینو چارو او پوهنې وزارت ګډ پلاوي په ځينو ولایتونو کې د ښوونځیو جوړښت له چارو لیدنه وکړه
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو او پوهنې وزارت ګډ تخنیکي پلاوي د کیفیت ارزونې او ګټې اخیستنې ته د سپارلو په موخه په ځینو ولایتونو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) په ملاتړ د ښوونځیو د جوړښت له چارو لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د کابل پغمان ولسوالۍ، د کابل ښار اتمې ناحیې قلعه حشمت خان سیمې، د پروان بني ورسک سیمې، د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ، د کندز مرکز لودین کلي، د مزار شریف افغانیه ښارګوټي، د جوزجان مرکز او چپ دره سیمې، د فاریاب قیصار ولسوالۍ، د پکتیکا برمل او ګیان ولسوالیو کې له یادې پروژې لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د کیفیت ښهوالي، چارو چټکوالي او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو په موخه قراردادي شرکتونو ته لازمې سپارښتنې وکړې او تر ژمي مخکې یې د چارو بشپړولو غوښتنه وکړه.
د دغې لیدنې موخه د چارو له کیفیت ډاډ، د پروژې د پلي کولو چټکوالی او راستنو شویو ته د ښوونیز چاپېریال برابرول و.