د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بهاء علي النجومي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د پکتیا ولایت د دارالقرار کډوالو ښارګوټي د جوړښت پروژې په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي راشد د یادې ادارې له مرستو د مننې تر څنګ راستنو شویو ته د خدمتونو وړاندې کولو د دوام هیله څرګنده کړه، پر سرپناه جوړولو یې ټينګار وکړ او په دغې برخې کې یې د زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي بهاء علي النجومي په دارالقرار ښارګوټي کې له ۱۲۰ کورونو څخه د سلو کورونو د چارو بشپړېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې ژر به مستحقو کسانو ته ووېشل شي.
هغه په افغانستان کې د کډوالو اړتیاوو پوره کولو لپاره د دوو اړخیزو همکاریو پر ارزښت ټینګار وکړ او په دغې برخه کې یې د یاد وزارت همکارۍ اړینې ووبللې.
دغه لیدنه د کډوالو د ژوند ښهوالي په برخه کې د ګډو هڅو او د مختلفو هېوادونو ترمنځ د انساني همکاریو د زیاتوالي څرګندونه کوي.
