د مهاجرینو چارو وزیر د کاري دفتر په جامع جومات کې د سیرت النبي په مناسبت برنامه ترسره شوه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۹:۵۳
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کاري دفتر په جامع جومات کې د محمد (ص) د مبارک سیرت په مناسبت برنامه تر سره شوه.
په دغې برنامه کې د مهاجرینو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، محترم شیخ محمد فقیر محمدي، دیني علماوو، د اسلامي امارت ګڼو مجاهدینو او کارکوونکو ګډون کړی و.
ښاغلي محمدي د حضرت محمد(ص) د مبارک سیرت په اړه وینا وکړه او د اسلام د ستر پیغمبر د اخلاقو او نرم چلند په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې.
نوموړي ناستو مجاهدینو او کارکوونکو ته په اشارې سره وویل، چې امارتي مسوولین او مجاهدین باید خپلې چارې د اسلامي اخلاقو پر بنسټ مخکې یوسي.
په پای کې هغه له ټولو مسوولینو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ښه استازولي وکړي او دغه برنامه په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته