په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول.
په دې اړه جوړه شوې برنامه کې د كندهار د مهاجرینو چارو رییس مولوي ولي جان وویل، چې د راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه هغوی ته د خوراکي توکو د وېش تر څنګ د دایمي سرپناه چمتو کول هم په پلان کې دي. نوموړي له خیریه بنسټونو او سوداګرو وغوښتل، چې له اړمنو سره مرستو ته دوام ورکړي.
د مرستو دغه لړۍ په لوګر، پکتیا، پکتیکا، زابل او کندهار کې بشپړه شوې او ټاکلې ده، چې نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.
 دغه مرستې په هر ولایت کې زرو کورنیو ته وېشل کېږي، چې ۲۵ کیلو وریجې، ۱۰ کیلو لوبیا، ۱۰ کیلو نخود، ۵۰ کیلو اوړه، ۲۰ کیلو بوره او ۱۵ لېټره غوړي پکې شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته