د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
-


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې برنامه کې، چې د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد او نورو سیمه ییزو مسوولینو هم ګډون کړی و، په پیل کې ښاغلي عابد د راستنو شویو د غوره خدمت له امله له یاد وزارت څخه مننه وکړه او په دغې برخه کې یې د اسلامي امارت هڅې اغېزمنې وبللې.
هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت د ولس او راستنو شویو ستونزو ته متوجه دی او خپل امکانات له اړمنو نه سپموي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، چې اسلامي امارت د راستنو شویو د غوره خدمت لپاره ګڼو ادارو ته دندې سپارلې او هڅه کېږي، چې اړمنو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو اړینې مرستې ورسېږي.
نوموړي پر هغو هېوادونو نیوکه وکړه، چې افغانان یې په جبري ډول اېستلي دي او له کډوالو سره یې په نرم چلند ټينګار وکړ.
ښاغلي وزیر څرګنده کړه، چې مرستې په راڼه ډول اړمنو ته رسېږي او په افغان سوداګرو یې غږ وکړ، چې د راستنو شویو لاس نیوی وکړي.
هغه د خبرو پر دوام وویل، چې له اړوندو ادارو سره په خبرو بوخت دي، تر څو د راستنو شویو د مېنو په بیا رغونه کې ونډه واخلي.
د مرستو په دغې لړۍ کې، چې تر دې دمه په لوګر، پکتیا او پکتیکا کې بشپړه شوې، په هر ولایت کې زرو کورنیو ته خوراکي توکي وېشل کېږي، چې ۲۵ کیلو وریجې، ۱۰ کیلو لوبیا، ۱۰ کیلو نخود، ۵۰ کیلو اوړه، ۲۰ کیلو بوره او ۱۵ لېټره غوړي پکې شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته