د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
-

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه کې اړتیا وړ مرستې رسیدلې دي او په راتلونکې کې یې د ورته هڅو د دوام غوښتنه وکړه.
د ناستې په لړ کې حاضرو مشرانو او قومي مخورو په خپلو سیمو کې ځینو خدماتو ته د لاس رسي په موخه خپل وړاندېزونه شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مخورو او مشرانو ته ښه راغلاست وویل او د اسلامي نظام او ولس په اړیکو کې یې د هغوی د هڅو او ونډې ستاینه وکړه.
محترم وزیر د ولس ستونزو او غوښتنو ته رسیدنه د اسلامي نظام مسوولیت یاد کړ او په وینا یې چې د کډوالو چارو وزارت په هڅو اړمنو ته د مرستو نوې لړۍ پیل شوې او ګڼو کورنیو ته به ورسیږي.
محترم وزیر شریک شوي وړاندېزونه مهم وبلل او زیاته کړه، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به، ورته د رسیدنې لارې چارې ولټول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته