په غور کې د سکتوري ادارو او د ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

anwari_morr


په غور کې د مهاجرینو چارو ریاست پر مشرۍ، د سکتوري ادارو او د ښځو ټولنیزو خدمتونو(واسا) موسسې ترمنځ د« د ظرفیتونو پیاوړتیا او د بېځایه شویو او راستنو شویو د ټولنیز انسجام او بیا مېشتېدنې له لارې د ژوند فرصتونو ته د لاس رسۍ کچې لوړولو» پروژې د تطبیق څرنګوالي ارزونې په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې د یاد ولایت د مقام استازو، د پوهنې او اقتصاد رییسانو او د یادې موسسې ولایتي مسوولینو شتون درلود.
ګډونوالو د یاد ولایت د فیروزکوه ښار په مرکز کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له لوري په تازه جوړو شویو ښوونځيو کې، د واسا موسسې په مرسته د دوو کمپیوټر خونو جوړولو او په دغو ښوونځيو کې د شپږو میاشتو لپاره د ۴۰ زده‌کوونکو استخدامولو په اړه خبرې وکړې.
د ناستې پر دوام د پروژو ښه تطبیق، راستنو شویو او بېځایه شویو ته د زده‌کړو او ژوند زمینې برابرولو په موخه د اړوندو ادارو پر همغږۍ ټينګار وشو.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ، له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د واسا موسسې له لوري په غور کې تطبیق کېږي.