تر ۴۰۰ زیات افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

په روانه اونۍ کې ۴۲۶ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستان شول.
د کندهار د مهاجرینو چارو ریاست د سپین بولدک لېږد امریت د معلومات له مخې، دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو بندیان وو، چې تر ازادېدو او په یاد امریت کې تر ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.