د هېواد په ځينو ولایتونو کې نږدې له ۳ زرو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr

روانه اونۍ په کابل، بلخ، لغمان، غزني، میدان وردګو، ننګرهار، لوګر او فراه ولایتونو کې له ۲ زره ۹۱۰ راستنو شویو، بېځایه شویو، زیانمنو کورنیو او کوربه ټولنو سره  نغدي، خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې وشوې.
د یادو ولایتونو د راپورونو له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري کابل کې ۳۸۵ کورنیو سره ۴ میلیونه ۲۱۹ زره ۲۷۵ افغانۍ، لغمان کې زرو کورنیو سره ۴ قلمه خوارکي توکو، غزني کې ۶۵ کورنیو سره ۹۸۸ زره افغانۍ، میدان وردګو ۲۴۷ کورنیو سره ۲ میلیونه ۶۹۲ زره او۵۰ افغانۍ، ننګرهار کې ۲۶۸ کورنیو سره یو میلیون ۳۴ زره افغانۍ او د روغتیايي توکو کڅوړه، بلخ کې ۱۰۰ کورنیو سره ۵ کیلو غوښه، لوګر کې ۶۱۹ کورنیو ته ۵ قلمه خوراکي توکو او فراه کې ۲۲۶ کورنیو سره ۳ میلیونه ۴۴۷ زره افغانۍ مرسته وشوه.