روانه اونۍ؛ له 200 زیات بندي مهاجرین له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
-

روانه اونۍ د عراق او پاکستان له بندخونو  228 تنه بندي افغان مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د مهاجرینو ریاستونو د انتقالاتو امریتونو د معلوماتو له مخې، د سپین بولدک له لارې 224 افغان مهاجرین چې دوه میاشتې یې د پاکستان په بندخونو کې تېرې کړې وې او څلور تنه د نیمروز له لارې چې درې میاشتې یې د عراق په بندخونو کې تېرې کړې وې ازاد او هېواد ته راستانه شول.
دغو کسانو د سپین بولدک او نیمروز د انتقالاتو امریتونو کې له ثبت وروسته د دې وزارت همکارو بنسټونو له لوري مرستې تر لاسه او خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شو.