د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له امنیه قومندان مولوي محمد رفیق خادم سره وکتل

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۴/۸/۳۰ - ۱۲:۴۶
_

د ناستې په پیل کې مولوي محمد رفیق خادم په ارزګان کې د سیمه ییزو ادارو او ولس تر منځ د همکارۍ په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې خلک له پوځي او ملکي مسوولینو سره همکاري او ښه همغږي لري.
د ښاغلي محمد رفیق خادم پر وینا، چې د اسلامي امارت لخوا په ارزګان کې د ځينو پراختيايي پروژو په پیلېدو سره کاري فرصتونه رامنځته شوي او تمه کېږي، چې په نږدې راتلونکې کې دا لړۍ لا پراخه شي.
د ناستې پر دوام مولوي محمد رفیق خام د مهاجرينو په اړه وړاندیزونه له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د ارزګان امنیه قومندان ته ښه راغلاست وویل او د امنیت په ساتلو کې یې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هڅو او قربانیو ستاینه وکړه.
محترم وزیر وویل، چې اسلامي امارت د ولس لومړیتوبونو ته په کتو پراختیايي چارې په نظر کې نیولې دي او د خلکو وړانديزونو ته پر وخت رسېدنه کېږي. محترم وزیر ډاډ څرګند کړ، چې شریک شویو وړانديزونو ته به رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته