د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ له څو تنو قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۲۰:۳۰
_

له سیدکرم څخه راغلو دغو مشرانو او مخورو، له ولسونو سره د اسلامي امارت له لوري د شویو همکاریو او لیدنو له امله د خوښي په څرګندلو سره وویل، چې افغانان له لسیزو د اسلامي نظام بریا ته په تمه وو او له حکومت څخه ملاتړ کوي.
حاضرو مشرانو او مخورو ځینو ستونزو ته په اشارې سره وویل، چې په سیدکرم ولسوالۍ کې مېشت ولسونه د اسلامي امارت لخوا د پراختیايي چارو د پیل غوښتنه کوي او همدارنګه دوی په یاده ولسوالۍ کې کډوالو ته د ځمکو د ویش وړاندېز له محترم وزیر سره شریک کړل.
د ناستې پر دوام راغلو مخورو او مشرانو د خپلو غوښتنو پر دوام، د سیدکرم ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه، د کاري ویزو په چمتو کولو کې له اسلامي امارت څخه د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو او مخورو ته ښه راغلاست وویل او د اسلامي نظام په بریا کې یې د سیدکرم د ولسونو د قربانیو ستاینه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې اسلامي نظام ولس ته د خدمت مسوولیت لري او حکومت هڅه کوي له هرې ممکنې شرعې لارې د افغانانو ستونزې پر وخت حل او وړاندېزونو ته یې رسیدنه وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د سیدکرم د مشرانو او مخورو وړاندېزونو ته د رسیدنې یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې له اړوندو اداره سره په همغږۍ به د سیدکرم د ولس ستونزې حل شي.

_

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته