په تېره یوه اونۍ کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کی تر زرو زیاتو کورنیو سره مرستې شوې دي

anwari_morr
-

د وږي میاشتې په تېره یوه اونۍ کې د کابل، کندز، بدخشان، تخار، سمنګان، ارزګان، جوزجان، نیمروز، ننګرهار او کاپیسا ولایتونو کې 1342 بې ځایه شويو، راستنېدونکو او اړمنو کورنيو سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې شوې دي. د یادو مرستو له ډلې په کندز کې 200 کورنيو ته 251 زره او 200 افغانۍ، په کابل کې 459 کورنيو ته 3 میلیون 75 زره و 400 افغانی او 7 قلمه خوراکي توکي، په  بدخشان کې 18 کورنيو ته 685 زره او 800 افغانۍ، په تخار کې 86 کورنيو ته 311  زره او 400 افغانۍ، په سمنگان کې 253 کورنيو ته 58 زره او 800 افغانۍ او 2 قلمه خوراکي مواد، په جوزجان کې 63 کورنيو ته 3 میلیون 632 زره و 772 افغانۍ او یوه باب خېمه، په نیمروز کې 174 کورنیو ته 743 زره او 800 افغانی، په ارزگان کې 78 کورنیو ته 131 زره او 600 افغانۍ، په ننگرهار کې 9 کورنیو ته 99 زر  افغانی، په کاپیسا کې 2 کورنیو ته 40 زره افغانۍ د دې وزارت د همکارو بنسټونو له لوري د سروې او پېژندنې وروسته ویشل شوې دي