کډوالو چارو وزارت ۳۵ ميليونه افغانۍ دکابل په کمپونوکې بېځايه شوو ته ځانګړې کړې

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۹ - ۱۲:۴۲
وزارت امور مهاجرین 35 میلیون افغانی را جهت مساعدت به بیجاشده های کمپ های کابل اختصاص داد

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په کابل کې دمېشت بېځايه شوو کورنيوسره د مرستو دهمغږي کولو په ناسته کې وويل، چې ۳۵ميليونه افغانۍ يادو بېځايه شووته دبېړنيو مرستورسولو په موخه ځانګړي شوي.

کډوالو چارو وزير په دغه ناسته کې معلومات ورکړ ويې ويل، په ټوله کې ۱۲ زره کورنۍ په کابل کې ژوند کوي،چې له دې جملې څخه ۸ زره او ۶۳۳ کورنۍ د کابل ښار په ۴۷ کمپونوکې استوګنه لري،چې ۱۰۰۰ کورنۍ د ژمنيو مرستو په موخه دوزارت او موسسو له لورې  دپوښښ لاندې دي او دغه وزارت پاتې  ۷۶۰۰ کورنيوته چې د يادو مرستو څخه نه دي برخمنې شوې ۳۵ ميليونه افغانۍ  ورته ځانګړې او وېشل کېږي.

بخلي زياته کړه، چې کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دملي او نړيوالو ادارو څخه د کابل ولايت دبېځايه شوو خلکو لومړنيو اړتياو د پوره کولو لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې،چې په پايله کې مخکې دخوراک نړيوال سازمان (WFP) ۵۹ ميليونه،۵۶۷ زره او ۷۰۰ افغانۍ نغدي په کابل کې د مېشتو داخلي بېځايه شوو سره شوې او همدارنګه  دژمنيو مرستو د ستراتېژۍ په اساس  کډوالوچارو وزارت او مرستندويه موسسې ۲۶۹۱ کورنيوسره په کابل کې مرسته وکړي،چې ۴۱ميليونه، ۱۳۷زره اړو ۵۰۰ افغانۍ ددوی لپاره په نظر کې نيول شوي او ددوی له منځه ۱۰۰۰ کورنۍ په بېلابېلو کمپونوکې ژوند کوي.

د هغه په خبره په ټوله کې ۱۰۰ ميليونه، ۷۰۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ ،کابل کې بېځايه شوو کورنيوته ځانګړي شوي.

همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په غوښتنه، د طبيعي پېپوسره دمبارزې وزارت مرستيال ژمنه وکړه،چې يادو بېځايه شوو ته به خېمې، فرش او ګرمو جامو مرسته وکړي. او د کليو پراختيا وزارت ژمنه وکړه،چې  ۴۰۰ ترپالونه به په کمپونوکې مېشتو کورنيو ته ورکړي او سرې مياشتې ادارې هم دخوراکي موادو په برخه کې ژمنه وکړه.

د ويلو ده چې اجرايه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د مرغومي په ۱۷مه د بېځايه شوو او راستنېدونکو اجرايوي کمېټې په ناسته کې کډوالو چارو وزارت ته وظيفه ورکړه،چې په کابل کې مېشتو بېځايه شوو سره دې دمرستو په موخه دې ملي مرستندويه ادارو سره همکاري وکړي. دنوموړي په لارښوونه ياده ناسته  د مرغومي په ۱۸مه د کليوپراختيا وزارت د مرستيال، دطبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې وزارت مرستيال، ماليې وزارت او سرې مياشتې ادارې استازو په شتون  د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزير په مشرۍ په کډوالو چارو وزارت کې جوړه شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

بېرته خبرونه ته