کابل کې (٥٠٠) نابینايانو او (١٠٠) سوالګرو سره مرستې وشوې

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۸ - ۲۰:۳۰
Morr
 
١٤٠٠کال،ليندۍ، ١٨مه، کابل: افغانستان
په کابل کې (٥٠٠) نابينايانو او (١٠٠) سوالګرو سره جرمني مرستې په نوم موسسې لخوا د خوراکو توکو مرستې وشوې.
د دغو مرستو د وېش پر مهال د يادې موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب وويل: نړيوال دې په افغانستان کې د ولږې په اړه ناسم تبليغات نه کوي، را دې شي او د افغانانو سره دې مرستې وکړي.
د نوموړي په وينا، زموږ د سروې ټيمونه شپه ورځ ګرځي ترڅو اړمن وطنوال په نښه او په وخت مرستې ور ورسېږي، هغه زياتوي په راتلونکي کې به هره اونۍ له زرو تر يو نيم زرو کورنيو سره مرستې کوو. د هغه په وينا, په ننيو مرستو کې (١٨) کيلو وړه,،(5) لېتره غوړي،(7) کيلو وريجې,(5) کيلو بوره, (5) کيلو لوبيا او نيمه کيلو چای شامل دي.
دغه راز د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې له مشرتابه څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: دې موسسې د اسلامي امارت د واکمنېدو له پيل راهيسې له ډېرو بې وزله هېوادوالو سره مرستې کړي او په راتلونکي يې هم د نورو مرستو د دوام ژمنه کړې ده.
د نوموړي په وينا، نړيوال دې افغانانو د ولږې په اړه پوچ تبليغات نه کوي.
د هغه په وينا،اسلامي امارت به ملت ته سم خدمات وړاندې کوي او دوی پوچ تبليغات به خاوري کېږي.
ښاغلي رحميزي له ټولو نړيوالو او کورنيو مرستندويه ادارو څخه وغوښتل چې د افغانانو سره دې خپلو مرستو دوام ورکړي،ترڅو په هېواد کې د بېوزله وګړو په شمېر کې کموالی رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او. . .

بېرته خبرونه ته