په کابل کې د ایران سفیر د مهاجرینو چارو وزیر سره ولیدل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۹
-

په کابل کې د ایران هېواد سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د ده د کار په دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې په ایران کې د مهاجرینو پر وضعیت او کار، استوګنې او د تعلیم په برخو کې پر شته ستونزو باندې خبرې وشوې.
د مهاجرینو او رستنېدونکو چارو وزیر د ایران هېواد لخوا د مهاجرینو د څلویښت کلن کوربه توب مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت هم تصمیم لري، چې مهاجرین هېواد ته راستانه کړي، خو د دې لپاره باید یو ګډ میکانیزم رامنځته شي، چې دغه پروسه په باعزته توګه ترسره شي.
د مهاجرینو چارو وزرات مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمان فاني د ګاونډیتوب حقوقو ته په اشارې وویل مونږ د اسلامي شریعت له مخې د ټولو ګاونډیانو حقوقو ته ژمن یو او له ګاونډیانو هم د ورته تعامل غوښتنه کوو.
د ایران سفیر په خپلو خبرو کې وویل: ایران په هرو سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی او ترپایه به ولاړ وي.
نوموړي په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه د دښمنو کړیو جعل وباله او زیاته یې کړه، چې ایران د مهاجرینو ټولو حقوقو ته رسېدنه کوي.
په ناسته کې د ایران هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت یوه پلاوي پر استولو توافق وشو، چې هلته د مهاجرینو ستونزې له نږدې وڅاري او له ایراني چارواکو سره یې د حل په موخه ناستې وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم او علمای کرامو سره وکتل.

 
په دې ناسته کې چې د کابل د جهادي مدرسې مهتمم شیخ محمد ابراهیم سعید سربــېره شیخ محمد اسماعیل، شیخ محمد فقیر محمدي او شیخ عبدالغني هم حضور لرلو، د کابل د جهادي مدرسې محترم. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۸:۵۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څه باندې ۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ

د چنګاښ میاشتې په ۱۱ مه نیټه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د وطن ټولنیزو او تخنیکي خدمتونو موسسې ترمنځ د ۶۷ میلیونو، یو سل او دوه دېرش زره او ۱۵ افغانیو په ارزښت د همکارۍ یو. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۰:۶
Background image

د مهاجرینو وزیر یوه ناسته کې د بشري مرستو او استوګنې په برخه کې د یوناما له مرستیال او د افغانستان لپاره د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال او په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان له مشرۍ آغلې میهیونګ پارک سره وکتل.

 
دغه ناسته چې له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د پیل شوې لړۍ په هکله ترسره شوه، د یوناما مرستیال ښاغلي اندریکا راتوټه وویل، چې روان زېـږدېز کال له پاکستان او ایران څخه تر دې دمه. . .

بېرته خبرونه ته