په هرات کې راستنېدونکوته د ځمکو  وېش پروسې ناسته وشوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۱:۳۳
8789

دغه ناسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په مشرۍ د هرات ولايت دمالي او اداري مرستيال او دملي او نړيوالو بنسټونو استازو په شتون کې د هرات ولايت ښارکې جوړه شوې وه.

په دغه ناسته کې، چې د ليندۍ په ۱۸مه جوړه شوې وه، په لومړي سرکې د هرات ولايت دوالي مرستيال دناستې غړو ته ښه راغلاست ووايه  او د روان کال په وروستيوکې د بېځايه شوو او راستنېدونکو د ستونزو ياده ونه يې وکړه معلومات يې ورکړل،چې وچکالۍ او ناامنۍ په دې ولايت کې خلک کډوال کړي او دنن ورځې ناسته په دې برخه کې د لا زياتو خدمتونو وړاندې کولو لپاره چمتو شوې په ځانګړي توګه راستنېدونکو ته د ځمکو وېش پروسې لپاره.

وروسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د هرات والي څخه د بېځايه شوو او راستنېدونکو دملاتړ له امله مننه وکړه ويې ويل، مخکې يې د ولسمشرۍ د ۱۰۴ ګڼه فرمان په اساس مستحقينوته ځمکې وېشلې،خو د ۱۰۴ ګڼه فرمان د ځينو ستونزو له امله لغوه شو،چې اوس يې ځای ۳۰۵ ګڼه فرامان نيولی دی.

دمستحقينو د پېژندلو کنسرسيوم، چې په سرکې يې دکډوالو چارو وزارت، درې دولتي او درې نړيوالې ادارې شتون لري، د مستحقينو پېژندل په غاړه لري، چې وروسته د پېژندلو دوی د ځکمې پېژندلو کمېسېون ته  دمعيارونو مطابق په نظر کې نيول شوي، په راس کې يې دځمکو داصلاح او ښارجوړونې وزارت  قرارلري ورپېژندل کېږي او ددې کمېسېون له لارې خپلې ځمکې تر لاسه کولای شي.

د کډوالو او ارستنېدونکو چارو وزير د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۳۰۵ ګڼه فرمان د پلي کولو له امله د ځمکو داصلاح او ښارجوړونې وزارت، يون آن هبيتات او نورو مرستندويه ادارو دهلو ځلو څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته