په مهاجرینو چارو وزارت کې تر ۴۰۰ زرو د زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌‌لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۴۴

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له افغانستان بیا رغونې او ښځو زده‌کړو او د بشري مرستو همغږۍ موسسو سره د ۴۶۴ زره ۸۰۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه پیسې په کندهار، کابل، هرات، فراه، نیمروز او ننګرهار کې د خدمتونو، څارنې، د سرپناوو جوړولو او بیا رغونې په برخو کې مصرفېږي، چې ۵۴۴ کورنۍ او ۲۰۰ زره راستانه شوي او بېځایه شوي کسان او کوربه ټولنې به ترې برخمنې شي.

یاد وزارت د مهاجرینو ژوند ښه‌والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له ټولو ملي، نړۍوالو بنسټونو او هېوادوالو غواړي، چې د همدردۍ او همکارۍ له مخې د دغو انساني موخو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۲۰:۳۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان او د سرپل له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان ملا رحمت الله محمداکا او د سرپل له والي قاري بختیار معاذ. . .

بېرته خبرونه ته