په مهاجرینو وزارت کې د کډوالو لپاره د خدمتونو لاښه کولو او د همکاریو پیاوړتیا په موخه د مختلفو بنسټونو سره د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵ هوکړهلیکونه لاسلیک شول
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له جګړې د اغېزمنو ماشومانو، خدمات اجتماعي زنان، انکشافي و اجتماعي رازي، د بېړنیو بشري مرستو خیریه سازمان او په اسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو موسسو سره ۵ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
دغه هوکړهلیکونه چې د راستنو شویو کډوالو د وضعیت ښهوالي په موخه لاسلیک شول، چې له مخې به یې نغدي، سرپناوو رغولو، زدهکړو، له ماشومانو ساتنې او د ټولنې ظرفیتونو پیاوړي کولو به برخو کې یو زر ۳۲۰ کورنیو او ۱۳۵ زره ۶۲۳ تنه بېځایه شویو، راستنو شویو او کوربه ټولنو ته په هرات، بادغیس، غور، فراه او ننګرهار ولایتونو کې خدمتونه وړاندې کوي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له دې بنسټونو څخه د مننې ترڅنګ ژمن دی، چې په دوامداره توګه له همکارو ادارو سره په دې برخه کې همکاري وکړي او هیله لري چې دغه هڅې د راستنېدونکو لپاره د یوې غوره او لا پایداره ټولنې د رامنځته کېدو لامل شي.
