په مهاجرینو وزارت کې د چین هېواد د مرستو د دویمې جوپې بیا کتنې په اړه ناسته وشوه.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۴:۴۹
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي په مشرۍ د چین هېواد د مرستو د دویمې جوپې پلان جوړونې او بیا کتنې په اړه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د چین سفارت د اقتصادي او سوداګرۍ سلاکار ماچنګوانګ او د یاد سفارت د اقتصادي او سوداګریزي برخې دریم سکرتر، د اتشه وو رییس، د مهاجرینو چارو همغږۍ کوونکي، مالي او اداري او په مهاجرینو وزارت کې د موسساتو همغږي کوونکو رییسانو ګډون درلود.
ښاغلي احدي د چین هېواد څخه د ۴۰ میلیونه چیني ینو په ارزښت د لومړۍ جوپې څخه د مننې تر څنګ وویل: چې یادې مرستې مستحقو او اړمنو کسانو ته د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه ویشل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه: چې چین هېواد سره یې د مرستو په برخه کې ښه همغږي لرې او په پام کې لري چې د مرستو دویمه محموله کې هم اړمن کسان په نظر کې ونیسي.
په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د ۶۰ میلیونه چیني ینو په ارزښت د مرستو دویمه جوپه د یاد وزارت په واک کې ورکړل شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته