ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه دې راستنو شویو مهاجرینو زده کوونکو ته د زدکړو زمینه برابره کړي

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۲۱:۶
-
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لورې د ١٤٠٣ ښونیز کال په پیل غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني له ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو وغوښتل، چې له ګاونډیو هېوادونو په زور رایستل شويو ډیریو زده کوونکو زده کړې نیمګړې پاتې شوي دي، دوی دې یې په وړیا ډول او په تخفیف سره د زدکړو لپاره جذب کړي او هغه مهاجرین، چې په نورو هېوادونو کې یې لوړې زدکړې او حرفې زده کړي د کار په برخه کې ورسره همکاري وکړي
ښاغلي حقاني په یاده غونډه کې د عصري علومو اړتیا ته په اشارې وویل، دغه ماشومان د سبا مشران او د هېواد سرنوشت ټاکونکي دي، دوی باید د وخت له غوښتنو سره سم په دیني او عصري علومو سنبال شي
نوموړي زیاته کړه، په علمي او زده کړیېزو ادارو کې باید د زده کړو کیفیت غښتلی شي، ترڅو نورو هېوادونو ته د محصلینو د تګ اړتیا پیدا نشي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته