ننګرهار: د مهاجرینو چارو وزیر د سرخرود ولسوالۍ له طوفان ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۲۰:۶
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني، چې د ننګرهار ولایت مرستیال او د وزارت یوشمېر رئیسانو یې ملتیا کوله د ننګرهار ولایت، سرخرود ولسوالۍ اړوند د طوفان له امله زیانمنو سیمو څخه لیدنه وکړه
د مهاجرینو چارو وزیر د سیمې خلکو سره په ناسته کې له دوی سره خپله خواخوږي څرګنده کړه، شهیدانو ته یې د جنت الفردوس، زخمیانو ته عاجله شفا او زیانمنو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل
نوموړي وویل: طبیعي پېښې د الله - جل جلاله- له لورې امتحان دی او اسلامي امارت په هره سخته کې د ملت ترڅنګ ولاړ دی
ښاغلي حقاني په ٣٢ زیانمنو شوو کورنیو نغدې پیسې او د چین هېواد مرسته شوې خیمې او کمپلې وویشلې او ډاډ یې څرګند کړ، چې ټولو زیانمنو شوو کورنیو ته به د بیړنیو مرستو رسولو ترڅنګ د سرپناه جوړولو لپاره هم هڅې وکړي
نوموړي د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي امارت له کاري ټیمونو سره د مستحقینو په پیژندلو کې همکاري وکړي او چاته اجازه ورنکړي، چې پخپل سر د ځپل شوو کورنیو مرستې غیر مستحقو ته ورکړي او یا یې حیف و میل کړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل.
په پیل کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شمالي ولایتونو د وضعیت په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

بېرته خبرونه ته